بېلګه: د تبادلې سرورونه

عمومي احصائیې · د وخت لړۍ

یو سر په سر راغلی ګراف چې د IPv4 & شمېرې ښیي؛ IPv6 پتې د تېرې اوونۍ هرې ورځې ته په نړیواله کچه د CVE-2023-36439 په ټګ سره ځواب ورکوي.

عمومي احصائیې · خیال وهل · جدول

یو جدول چې د IPv4 & شمېر ښیيِ؛ IPv6 پتې د تېرې اوونۍ هرې ورځې ته په نړیواله کچه د CVE-2023-36439 په ټګ سره ځواب ورکوي.

عمومي احصائیې · د ونې نقشه

د ونې نقشه چې د IPv4 & شمېر؛ د IPv6 پتې په ټاکل شوو نېټو کې ښیي په CVE-2023-36439 ټګ سره پېژندل شوي دي او د هر هېواد شمېر په متناسب ډول سره ښودل شوی دی.

د هېواد پر برخې باندې په کلیک کولو سره تاسې ته د سرچینو تفکیک او ورسره عمومي احصائیې چې د د CIA د نړۍ د حقایقو کتاب نه را اخیستل شوي دي، در ښیي.

بېلګه: د CWMP ښودل شوې دستګاووې

عمومي احصائیې · د وخت لړۍ

هغه زماني جدول چې 2 کلنه تاریخي ډیټا ښیي (په عمومي ډشبورډ کې حداکثر ټاکلی وخت) – په دې برخه کې د سعودي عربستان لپاره د CWMP د ښودل شوو دستګاوو د IP د پتو شمېر هره ورځ ښیي.

یادښت: دغه ګراف د 2023 کال د جنوري په پای کې د ښودل شوو CWMP په برخه کې د پراخو اصلاحاتو ګراف ښیي

بېلګه: د MISP نمونې

د IoT د دستګاه احصائیې · خیال وهل · بار لرونکی چارت

د سکن کولو پر مهال کولای شو د یو شمېر دستګاوو او د سافټوېر حل لارو د ګوتې نښان واخلو. دا ګراف (د لوګاریتم د مقیاس له مخې) په تېره میاشت کې په منځنۍ کچه هره ورځ د کشف شوو IP پتو شمېر د MISP له اجراء وړ نمونو سره ښیي.

بېلګه: ناوړه ګټه اخیستل شوې ځورمنتیاووې

د برید احصائیې: ځورمنتیاووې · څارنه

غوره 100 پېژندل شوي ځورمنونکي هلې ځلې (زموږ په honeypots کې له څارل شوو shadowserver پرته)، چې په لومړي سره کې تېره ورځ د بېسارې بریدګرو IP ګانو د شمېر له مخې ترتیب شوي وي.

د نقشې (Map) غوروي باندې کلیک کول کاروونکي ته اجازه ورکوي تر څو د «سرچینې (Source)» او «مقصد (Destination)» د هاسټ ډولونو تر منځ سواپ وکړای شي (د بېلګې په توګه د بریدګر IP جغرافیايي موقعیت د honeypot د IP د جغرافیايي موقعیت پر وړاندې).

یادښت: یو بریدکوونکی جغرافیايي موقعیت ښايي په دقت سره په خپله د بریدګر موقعیت و نه ښیي.

بېلګه: د ژباړې غونډې

د پېښو له تفسیر سره د مرستې لپاره د ډشبورډ کارول: په غیرعادي توګه له خطر سره مخ د CWMP دستګاوو زیاتوالی (په پوره باور د Huawei کورني روټرونه) په مصر کې او ورپسې له هغه هېواد نه د Mirai بریدونه.

یادښت: Shadowserver له مصري nCSIRT سره کار وکړ تر څو & ته خبر ورکړي؛ اصلاح یې کړي.

د IoT د دستګاه احصائیې · د وخت لړۍ

په مصري زیربېنا کې په/شاوخوا 2023-01-05 نېټه له خطر سره د مخ IoT دستګاوو په حجم کې د زیاتوالي مشاهده اعلان شوه.

پوښتنه

د IoT د دستګاه احصائیې · د پلورونکي له مخې د ونې نقشه

د دغې نېټې وروسته او وړاندې ورځو ته په کتو سره ښودل کېږي چې دا دستګاووې په احتمال سره هغه نوي د مشاهدې وړ د Huawei دستګاووې وي چې له 2023-01-05 وروسته لیدل شوې وي.

پوښتنه

عمومي احصائیې · د وخت لړۍ

له سکن کولو څخه تر لاسه شوی له خطر سره مخ CWMP اړوند مل زیاتوالی له 2023-01-05 زیاتوالي سره اړخ لګوي.

پوښتنه

د Shadowserver honeypot سنسورونو مشکوک مصري له خطر سره مخ دستګاووې وپېژندلې چې د Mirai او brute ځواک بریدونه یې تر سره کول.

پوښتنه

او د Telnet Brute Force بریدونه چې د مصر له خطر سره مخ دستګاوو نه یې سرچینه اخیسته.

پوښتنه

د ګڼو سرچینو په کارولو او د ټګ او Overlapping غوراویو په ټاکلو سره په ورته ګراف کې د مشاهدو د ښودلو امکان وړاندې کېږي.

پوښتنه

بېلګه: ځانګړي رپوټونه

ځینې وختونه Shadowserver ځانګړې رپوټونه خپروي. موږ دا ډېټا په X /ټوییټر او خپله وېب پاڼه کې اعلانوو – خو له دې پېښې وروسته ښايي تاسې وغواړئ چې د اړوند نېټو په اړه پوه شئ. د همدې نېټو د موندلو یوه لاره دا ده چې د وخت د لړۍ (Time Series) له چارت څخه د ځانګړو رپوټونو د نېټو په لټه کې کار واخلئ – او بیا وروسته کولای شئ هغه نېټې نورو نمایشونو ته چې د یوې ورځنۍ احصائیو لپاره مناسب دي (لکه نقشې یا د ونو نقشې) ولېږدوئ. ځانګړې رپوټونه داسې سرچینه لري چې په ډشبورډ کې پر special کې تنظیم شوې ده.

د وخت د لړۍ په چارت کې د ځانګړو رپوټونو لټون:

پوښتنه

د بېلګې په توګه د یوه ځانګړې رپوټ په اړه د ونې نقشه په 2024-01-29 کې موندل شوې وه:

د ځانګړو رپوټونو د لیست لپاره مهرباني وکړئ زموږ main website کې لیست تر نظر تېر کړئ. ځانګړې رپوټونه به په خپل نوم کې «ځانګړی» ولري.

بېلګه: د زماني لړۍ چارتونه

د لوړ تضاد (contrast) بدلول

د وخت د لړیو (Time Series) خروجي چارتونه په عادي حال له رڼه خاکي رنګ سره د محور د کرښو لپاره راځي. د "Toggle High Contrast" په ټاکلو سره دا شونې ده چې د محور کرښې تورې شي – چې په رپوټونو کې د بیا تولید لپاره اسانه کېږي.

د لیدلو د وضعیت بدلول (Toggling visibility)

کله چې د وخت د لړیو په چارت کې ګڼ شمېر د ډېټا لړۍ راشي – نو د دېټا هرې لړۍ ته به لاندې نوم ورکړل شي. د «Toggle Visibility» په ټاکلو سره، دا شونې ده چې د ډېټا ټولې لړۍ له لید څخه لرې کړو.
وروسته بیا کولای شئ یوازې پر هغو توکو باندې کلیک وکړئ چې غواړئ تر چارت لاندې یې نوم را ښکاره شي. دغه مقیاس به په اتومات ډول سره تنظیم شي تر څو د ډېټا لړۍ/جوړښتونه چې تاسې یې ټاکئ یوه بل سره مطابقت ولري.

د ګڼو سویچونو د وضعیت بدلول (Toggling stacking)

کله چې د وخت د لړیو (Time Series) په چارت کې ګڼ شمېر د ډېټا لړۍ راشي، نو دوه لارې شته تر څو سر په سر راغلې (overlapping) ډېټا ووینئ (د انبار شوو ډېټا مجموعو برخلاف). لومړنۍ یې دا ده چې د وضعیت د بدلولو (toggle) بټن “overlapping” د پردې کېڼې خوا ته وکاروئ. دا کار به چارتونه د هرې ډېټا مجموعې لپاره په ښکاره کرښو سره تولید کړي.
په متناوبه توګه، د همبرګر د ټاکونکي “Toggle Stacking” غوراوی وکاروئ تر څو داسې چارتونه تولید کړي چې د ډېټا هره مجموعه خپل پوره رنګ ولري. ستاسې ډېټا ته په کتو سره، بېلابېلې لارې چارې کېدای شي روښانه پایلې رامنځته کړي.

د Shadowserver د ډشبورډ جوړول د UK FCDO له خوا مالي تمویل شوی و. د IoT د دستګاه د ګوتې د نښان احصائیې او د honeypot attack احصائیې د اروپايي ټولنې د اروپا د نښلولو د مرکز (Connecting Europe Facility of the European Union) (EU CEF VARIoT project) له خوا په ګډه سره تمویل شوی و.

غواړو چې له خپلو ټولو همکارانو څخه مننه وکړو چې په مهربانۍ سره یې د Shadowserver په ډشبورډ کې د کاریدونکي ډیټا په اړه مرسته وکړه، له هغې ډلې (د الفبا د تورو له مخې) د APNIC په اړه د ټولنې نظریات، CISPA، if-is.net، Kryptos Logic، SecurityScorecard، د یوکوهاما ملي پوهنتون او ټولو هغو څخه چې غوښتل یې ناپېژانده پاته شي.

Shadowserver کوکیز کاروي تر څو تحلیلونه را ټول کړي. دا کار موږ ته اجازه راکوي تر څو دا معلومه کړو چې دا سایټ څرنګه کارول کېږي او د خپلو کاروونکو په تجربه کې ښه والی راولو. د کوکیز په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره او دا چې Shadowserver څرنګه هغه کاروي، نو زموږ د محرمیت تګلاره وګورئ. په همدې توګه ستاسې په دستګاه کې موږ د خپل کوکیز په کارولو سره ستاسې رضایت ته اړتیا لرو.